د عراق د حشد الشعبي اتحاد دوه جګړه مار د داعش په حمله کې وژل شوي

ارشیف: د عراق د حشد الشعبي اتحاد جګړه مار

د عراق د حشد الشعبي اتحاد دوه جګړه مار په هغه حمله کې وژل شوي چې مسوولیت یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش منلی دی.

دغه ایران پلوه اتحاد او د عراق امنیتي سرچینو پرون یکشنبه دا خبر ورکړی دی.

حشد الشعبي اتحاد په هغه اعلامیه کې چې د عراق دولتي رسنیو خپره کړې ویلي چې دوه جنګیالي یې له افراطي وسله‌والو سره د جګړې پر مهال سخت ټپیان شوي وو چې وروسته یې ساه ورکړه.

ویل شوي، دغه پېښه د شنبې ناوخته د بغداد د شمال په صلاح الدین ولایت کې شوې ده.

یوې امنیتي سرچینې د فرانسې خبري اژانس ته د نوم نه ښودلو په شرط د دغو دوو جګړه مارو مړینه تایید کړې او ویلي یې دي دا حمله داعش ډلې کړې ده.

حشد الشعبي ایتلاف د ایران پلوه ملېشه‌وو له پخوانيو قطعاتو جوړ دی چې د عراق په پوځ کې مدغم شوی دی.

د عراق پوځیان تر ډېره د داعش ډلې په وړاندې چې تهران یې هم مخالف دی، په جګړه بوخت دي.