د میانمار یا پخوانۍ برما په شمال لوېدیځ کې د ډیموکراسۍ پلوه مقاومت کوونکو تر ولکې لاندې کلي باندې د پوځ په هوايي حمله کې د اتو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۷ ملکیان وژل شوي دي.
دا خبره ځايي اوسېدونکو او د بشري حقونو یوې ډلې پرون یکشنبه کړې ده.
دغه حمله د هند د سرحد په جنوب کې شوې ده.
د برما پوځ په دې حمله کې خپل دخالت رد کړی او ادعا یې کړې چې دا غلط خبر هغه خبري اژانس خپور کړی چې له مقاومت کوونکو سره خواخوږي لري.
په میانمار یا پخوانۍ برما کې ناکراري وروسته له هغې پیل شوه چې پوځ د ۲۰۲۱م کال په فبرورۍ میاشت کې انتخاب شوی حکومت له واکه وپرځاوه.
د سوله ییزو لاریونونو له ځپلو وروسته د پوځ ګڼو سیاسي مخالفانو وسله واخیسته.