بلېنکن د اردن پاچا ته: واشنګټن له د فلسطینیانو د بې ځایه کېدو مخالف دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د اردن پاچا عبدالله ثاني بن حسین ته ډاډ ورکړی چې واشنګټن له غزې او د اردن د سیند له لوېدیځې غاړې څخه د فلسطینیانو د بې ځایه کېدو مخالف دی.

د راپورونو له مخې پاچا عبدالله پرون د جنورۍ په اوومه له بلېنکن سره په کتنه کې د اسراییلو د بریدونو په نتیجه کې د فلسطینیانو د بې ځایه کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو مېلر پرون په یوه بیان کې وویل چې بلېنکن د اردن له پاچا سره په دې تړاو خپل مخالفت شریک کړ.

له اردن وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر قطر ته ورسېد او هلته یې د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره د غزې تر کړکېچ وروسته د راتلونکي پلان په اړه خبرې کړي.

انټوني بلېنکن د سیمه ییزو هڅو په هدف سیمې ته تللی او د خپل سفر په وروستۍ ورځ به د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره وګوري.