بنګله دېش نن د مخالفو ګوندونو له بایکاټ سره- سره پارلماني ټاکنې لري

د بنګله دېش د ټاکنو یو اړوند تصویر - ارشیف

په بنګله دېش کې نن عمومي انتخابات ترسره کېږي، خو د دې لپاره چې مخالفو سیاسي ګوندونو دا ټاکنې بایکاټ کړي، د انتخاباتو پایلې له ورایه څرګندې دي.

د حکومت اصلي مخالفو ګوندونو انتخابات د دې لپاره بایکاټ کړي چې د هغو ډېری مشران بندیان دي او له بلې خوا تر انتخاباتو مخکې د یوه بې پرې لنډمهاله حکومت تر مشرۍ لاندې د انتخاباتو غوښتنه کوي.

داسې ښکاري چې واکمن عوامي لیګ ګوند به د پر له پسې څلورمې دورې لپاره بیا هم په پارلمان کې اکثریت خپل کړي.

د بنګله دېش له قوانینو سره سم، هغه ګوند چې په پارلمان کې اکثریت ترلاسه کړي، صدراعظم ټاکي.

د بنګله دېش اوسنۍ صدراعظمې شیخ حسینې د موقت حکومت د جوړېدو په اړه د خپلو مخالفانو غوښتنې رد کړې دي.