کابل نن د مولانا فضل الرحمان کوربه دی

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان

ټاکل شوې ده چې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان نن (یکشنبه) افغانستان ته سفر وکړي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، مولانا فضل الرحمان به په دې سفر کې چې له لسو کلونو وروسته افغانستان ته د ده لومړنی سفر دی، د ټي ټي پي او د افغانستان او پاکستان د دوه اړخیزو اړیکو په شمول پر بېلابېلو مسلو خبرې وکړي.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر سرداراحمد جان شکېب د دسمبر په ۱۶ مه له مولانا فضل الرحمان سره وکتل او هغه ته یې د افغانستان د سفر بلنه ورکړه.

فضل الرحمان تر دې وړاندې د حامد کرزي د ولسمشرۍ په دوره کې په ۲۰۱۳ میلادي کال افغانستان ته تللی و.

پاکستان تور پورې کوي چې د ټي ټي پي غړي په پاکستان کې د حملو لپاره د افغانستان خاوره کاروي، خو د افغانستان د طالبانو حکومت د پاکستان تورونه ردوي او وايي چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.