د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د کرکټ ملي لوبډله هندوستان ته رسېدلې او ډېر ژر به خپل تمرینات پیل کړي.
کرکټ بورډ پرون شنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ابراهیم ځدراڼ به په دې لوبلړۍ کې هم د افغان لوبډلې لوبډلمشر وي.
د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل:
" د کرکټ ملي لوبډله هندوستان ته رسېدلې. له استراحت وروسته به خپل تمرینات پیل کړي. د یادونې وړ ده چې د هندوستان په وړاندې دا لوبلړۍ درې لوبې دي."
په هند کې به د افغانستان او هندوستان ترمنځ به لومړۍ شل اووره مسابقه د جنورۍ پر ۱۱مه، دویمه پر ۱۴مه او درېیمه به د جنورۍ پر ۱۷مه وي.
افغانستان تېره اوونۍ له متحده عرب اماراتو د شلو اوورونو لوبلړۍ وګټله او تر دې مخکې یې د پنځوس اووره مسابقو لوبلړۍ هم ترې ګټلې وه.