د ترکیې پولیس: هغه ۲۴ افغانان مو نیولي چې په ناقانونه توګه یې زموږ خاورې ته د راتلو هڅه کوله

د ترکیې پولیس - ارشیف

ترکیي رسنیو نن خبر ورکړ چې پولیسو څلرویشت افغانان چې هڅه یې کوله ترکیې ته داخل شي د پنجشنبې په ورځ د اییري په سیمه کې نیولي دي.

د راپور له مخې، په دې کسانو کې پر دوو تنو تور پورې شوی دی چې د انسانانو قاچاقبران دي.

په وروستیو کې ترکیې تر پخوا لا زیات د ناقانونه کډوالو پر وړاندې چې افغانان هم پکې شامل وي، قیودات سخت کړي.