حزب الله ډله: د اسراییلو پر لور مو نن ۶۲ توغندي ویشتي دي

د حزب الله ډلې مشر، حسن نصرالله

حزب الله وایي، د اسراییل د څارنې پوستې یې نن سهار په دوه شپیته توغندیو وویشتې.

د لبنان د شیعه و دا وسله واله ډله چې ایران یې ملاتړی دی، زیاتوي چې دا برید یې د حماس د یوه مرستیال د وژلو په عکس العمل کې کړی دی.

امریکا متحده ایالتونه او اروپایي ټولنه، حماس یوه ترهګره ډله ګڼي.

د حماس جپګوړی چارواکی صالح العاروري د جنوري په دوهمه د لبنان په پلازمېنه بیروت کې د اسراییل د بې پيلوټه الوتکې په برید کې ووژل و.