اسراییل: د لبنان له لوري مو پر شمالي برخو درنې ډزې شوې دي

د اسراییلو او لبنان ګډه پوله

اسراییلي ځواکونو نن وویل چې د لبنان له لوري د اسراییل په شمالي برخو درنې ډزې شوې دي.

د اسراییل پوځ زیاته کړه چې دوی د ترهګرو مرکزونه بیرته په نښه کړل.

وروسته تر دې چې د اسراییل په شمال کې د خطر زنګونه وشرنګیدل، پوځ وویل چې د لبنان له لورې نژدې څلویښت توغندي د میرون په لور فیر شول.

تر اوسه د دې ډزو له امله د اوښتو زیانونو په اړه څه نه دې ویل شوي.