ملګري ملتونه: غزه نور د ژوند ځای نه دی

د غزې یوه جګړه ځپلې سیمه

اسراییل نن هم غزه بمبارد کړه او ملګرو ملتونو خبرداری ورکړ چې د فلسطنیانو دا سیمه له درې میاشتنۍ جګړې وروسته له ژونده وتلې ده.

ملګرو ملتونو په سیمه کې د دې جګړې پراخیدو ته هم اندیښنه ښکاره کړې ده.

د فرانس پریس اژانس خبریالانو خبر ورکړ چې اسراییلي ځواکونو نن سهار وختي په جنوب کې د رفح ښار بمبارد کړ .

دا هغه سیمه ده چې هلته په سلګونو زرو کسانو له جګړې پناه اخیستې ده.