د جاپان وروستۍ زلزله؛ د قربانیانو شمېر له سلو واوښت

د جاپان د وروستۍ زلزلې یوه څنډه

په جاپان کې د نوي کال د ورځې د زلزلې د قربانیانو شمېر نن تر سلو واوښت او لاهم تر دوه سوه ډېر کسان تري تم دي.

دا په نژدې اتو کلونو کې د جاپان تر ټولو سخته زلزله وه.

د اووه اعشاریه شپږ ریښتر په کچه دې زلزلې د جاپان لویدیځ سواحل د جنوري په لومړۍ نېټه ولړزول.

تر دېرش زرو ډېر زلزله ځپلي د مرستو لار څاري.