جوبایډن له پنسلوانیا ایالت څخه خپل ټاکنیز کمپاینونه پيل کړل

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره خپلې کمپایني غونډې پر پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سختو نیوکو سره پیل کړې.

جوبایډن د جمعې په ماښام په پنسلوانیا کې خپلو پلویانو ته وینا وکړه. هغه د امریکا متحده ایالتونو د کانګرس پر ودانۍ کپېټول هېل باندې د ټرمپ د پلویانو او بلواګرو د یرغل د دریمې کلیزې څخه یوه ورځ مخکې خپل کمپاین پیل کړ.

بایډن وویل چې ټرمپ د جنورۍ شپږمې پېښې ملاتړی دی او ژمنه یې کړې چې که بیا واک ته راستون شو هغه سلګونه کسان به وبښي چې په کانګرس ودانۍ د یرغل په خاطر نیول شوي او جرمونه یې هم ثابت شوي.

بایډن وویل د کانګرس پر ودانۍ د یرغل په خاطر له ۱۲۰۰ نیول شویو ۹۰۰ تنو یې په خپلو جرمونو اقرار کړی او بندیان شوي.