د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي په عبوري سیمو کې د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ د بهیر د چټکولو او د شمېر په زیاتولو سلا وشوه.
د دې خونې مشترک مشر خان جان الکوزي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دواړو هېوادونو د سرحدونو د مدیریت کمېټو یوه ناسته کړې ده.
هغه د دې ناستې د پایلو په اړه ازادي راډیو ته وویل:
" په دې باندې بحث وشو چې عبور او مرور د موټرو ژر نه کېږي او د ورځې یو طرف نه ۲۵۰ پورې موټر ځي او بل طرف نه هم همداسې. پرېکړه په دې وشوه چې کار زیات کړو او بلاخره په ۲۴ ساعتو کې ۹۰۰ موټرې تبادلې شي. البته دا کار ډېر ښه دی انتقالاتو کې سرعت راولي او تجارت د دواړو ملکونو زیاتوي."
خان جان الکوزي د سرحدي کمېټېو د دې وروستۍ پرېکړې د تطبیق غوښتنه وکړه.
په دې وروستیو کې طالب چارواکو او د پاکستان حکومت د باروړونکو موټرو د چلوونکو لپاره د ویزې او پاسپورټ شرایط سخت کړي چې له امله یې دواړو خواوو کې ګڼ ګاډي ایسار ولاړ وي.