ریچارډ بینېټ: طالبان دې له قید او شرط پرته د بې‌حجابۍ په تور نیول شوې ښځې خوشې کړي

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ پر طالبانو غږ کړی دی چې سمدسي له څه قید او شرطه پرته دې هغه مېرمنې له زندانه خوشي کړي چې د بد حجابۍ په تور یې په وروستیو کې نیولې دي.

هغه نن په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې د سم حجاب د نه مراعاتېدو په تور د مېرمنو زنداني کېدل پر ښځو د نورو محدودیتونو وضع کول او د دوی د حقونو تر پښو لاندې کول دي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت پرون وویل چې په کابل کې یو شمېر ښځې چې اسلامي حجاب یې سم نه و مراعات کړی، نیول شوې دي.

د دغو مېرمنو د شمېر په اړه طالبانو څه نه دې ویلي، خو ځیني راپورونه وایي چې شمېر یې لسګونو ته رسېږي.