د افغانستان په ځینو سیندیزو حوزو کې د اوبو د کچې د ډېروالي خبرداری ورکړل شوی

ارشیف: تېر کال په لوګر کې سېلابونو درانه زیانونه واړول

د افغانستان په یو شمېر سیندیزو حوزو کې د اوبو د کچې د ډېروالي خبرداری ورکړل شوی دی.

د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت پرون پنجشنبه پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې د اوبو د کچې د لوړېدو او سېلابونو احتمال نن او سبا شونی دی.

دوی تر خطر لاندې سیمې د افغانستان مرکزي، جنوبي او شمال ختیځ ولایتونه یاد کړي دي چې په وینا یې د واورې او باران شاهدان به وي.

د طالبانو د حکومت پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت چارواکي وايي تېرو نهو میاشتو کې په افغانستان کې سېلابونو ۳۵۰ کسان مړه کړي او شاوخوا پنځه سوه نور یې ټپيان کړي دي.

د وزارت په وینا په‌دې موده کې د سېلابونو له امله ۴زره کورونه په بشپړ یا نسبي توګه ويجاړ شوي او ۷۰زره جريبه کرنيزه ځمکه له‌منځه تللې ده.