ملګري ملتونه: په افغانستان کې لسګونه نابینا مېرمنو د برېل خط زده کړی

ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر نابینا ښځې

ملګري ملتونه وایي، په افغانستان کې لسګونه نابینا مېرمنو د برېل خط یا د نابینایانو الفبا زده کړې ده.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا 'یو این ایچ سي آر' پرون پنجشنبه د برېل خط د نړیوالې ورځې په مناسبت دغه خبر ورکړی دی.

دغې کمېشنرۍ ویلي چې ۹۰ نابینا مېرمنو ته د ودان په نوم یوې موسسې په مرسته د افغانستان په ختیځ کې برېل خط ور ښودل شوی دی.

په خبر کې راغلي چې دغو مېرمنو د مسلکي زده کړو او ټولنیزو مشورو په روزنیزو پروګرامونو کې هم ګډون کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي او دغه راز د هغوی پوهنتونونه بند شوي دي.

برېل داسې خط دی چې د ګوتو په تماس سره لوستل کېږي او په نړۍ کې نابینا یا کم بینا خلکو ته د لیک لوست لاره ده.