ملګري ملتونه: په غزه کې د جګړې له کبله ملکیانو ته بېړنۍ مرستې نه شو رسولی

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

په غزې تړانګه کې د ملګرو ملتونو کاري ډلو ویلي چې د اسراییلي پوځیانو د جګړې له کبله ملکیانو ته بېړنۍ مرستې نه شي رسولی.

ملګرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې له تېرو درېیو ورځو راهیسې له مرکزي سیمو بهر او په تېره د غزې لرې شمال ته دوی د مرستو په لېږد نه دي بریالي شوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي، د جګړې له کبله د دوی په درول شوې مرسته کې د یو لک کسانو لپاره دارو درمل او دغه راز هغو کسانو ته چې د خوړو بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري، ۸ لارۍ خوراکي مواد شامل دي.

ملګرو ملتونو غوښتنه کړې چې د دوی کاروانونو ته باید د تګ خوندي او با ثباته فضا رامنځته شي.

په غزه کې جګړه وروسته له هغه پيل شوه چې حماس ډلې چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، د اکټوبر په ۷مه پر اسراییل په برید سره شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ نور یې برمته کړل.

د غزې د عامې روغتیا وزارت چې د حماس تر واک لاندې دی ویلي چې د اسراییلي پوځیانو په جګړه کې تراوسه شاوخوا دوه ویشت نیم زره کسان وژل شوي او له ۵۷ زرو زیات ټپيان شوي دي.