پاکستان له ۱.۷ میلیون زیات نور بې‌اسناده افغان کډوال هم له خپلې خاورې وباسي

له پاکستانه د ایستل شويو افغان کډوالو د کډو کاروانونه. November 20, 2023

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړ چې د بې اسناده کډوالو د ایستلو د بهیر په ترڅ کې تراوسه تر پنځه لکه یو څلویښت زره ډېر افغان کډوال افغانستان ته تللي دي.

پاکستان د اکټوبر له میاشتې راهیسې د دغو کډوالو د ایستلو هڅې پیل کړې دي.

اسلام اباد وایي چې څه باندې اوولس لکه هغه افغانان به له خپلې خاورې وباسي چې په پاکستان کې ژوند کوي او د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

دا کډوال په داسې وخت کې افغانستان ته استول شوې او استول کېږي چې په افغانستان کې ژمی دی، ګڼ کډوال د سرپناه ستونزه لري او د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' تېره اوونۍ وویل چې په روان ژمي کې به پنځلس میلیونه او دوه لکه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخامخ شي.