د طالبانو حکومت د ایران په کرمان کې پرونۍ چاودنې وغندلې

د ایران په کرمان کې د پرونۍ خونړیو چاودونو وروسته د سیمې یو انځور

په ایران کې د پرونیو چاودنو په تړاو د غبرګونو په دوام د طالبانو حکومت ویلي چې دا چاودنې غندي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې من سهار ویلي، په کرمان کې دا چاودنې چې د یو شمېر خلکو د وژل کېدو او ژوبلېدو سبب شوې غندي.

طالبانو په دې بیان کې زیاته کړې چې د ایران له دولت او د یادو پېښو د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي.

اخوا د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دا چاودنې غندلي او د بشر ضد جنایت یې بللی.

د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود په یوه بیان کې دا چاودنې غندلي.

هغه زیاته کړې چې سیمه له ډېره وخته د ترهګرۍ قرباني ده.

پرون د ایران په کرمان کې د قدس ځواکونو د پخواني قوماندان قاسم سلېماني د تلین په مراسمو غبرګې چاودنې وشوې.

په پرونیو چاودنو کې لږ تر لږه ۱۰۳ کسان وژل شوي او ۲۱۱ نور کسان ټپیان شوي دي.