یوناما په افغانستان کې د خپلسرو نیونو مخنیوی وغوښت

ارشیف: په کابل کې د معترضو فعالانو د یوه لاریون انځور

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما له اکټوبر میاشتې راهیسې د نجونو د تعلیم د فعالانو احمد فهیم عظیمي او صدیق الله افغان او د ښځو د حقونو د فعالې منیژې صدیقي خپلسري نیول د اندېښنې وړ بللې دي.

یوناما پرون په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې د خپلسرو نیونو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

د دې ادارې په وینا د کورنیو د کتلو حقوق، د مدافع وکیل لرلو، څارنې او عادلانه محاکمې حقونه باید رعایت شي.

طالبان چې تر دې مخکې یې نور فعالان هم نیولي، زیات وخت دغو خپلسرو نیونو په باب خبرې نه کوي، خو نیول شوي کسان د توقیف تر تېرولو وروسته خوشې کېږي، چې له رسنیو سره له خبرو منع شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا یوې کمپاینرې سمیرا حمیدي تېره اوونۍ هم د طالبانو له حکومته د منیژې صدیقي د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.