د کوربه سویلي افریقا او هندوستان ترمنځ د لوبلړۍ دویمه ټېسټ سیالي نن د یاد هېواد په کېپ ټاون ښار کې پیل شوه چې سویلي افریقا په لومړۍ پاڼۍ کې یوازې ۵۵ منډې وکړې.
د هندۍ لوبډلې په توپ اچونکو کې محمدسراج ۶، جسپریت بومرا او موکېش کومار دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
د دې سیالۍ پچه هم سویلي افریقا ګټلې وه او توپوهنه یې ټاکلې وه چې هېڅ توپوهونکي یې تر شلو خپلې منډې وانهړولې.
هندۍ لوبډله به هم په څو شېبو کې خپله توپوهنه پيل کړي.
د دې لوبلړۍ لومړۍ ټېسټ سیالي سویلي افریقا ګټلې وه.