د پاکستان د قامي جمهوري غورځنګ د مشر 'محسن داوړ' د موټرو پر کاروان ډزې شوي

د پاکستان د قامي جمهوري غورځنګ د مشر محسن داوړ

د پاکستان په شمالي وزیرستان کې د قامي جمهوري غورځنګ د مشر محسن داوړ د موټرو پر کاروان ډزې شوي دي.

پولیس چارواکي وايي چې پر محسن داوړ نن جنوري ۳مه د انتخاباتي کمپاین پر مهال د میران شاه په تپي سیمه کې ناپېژندل شویو وسله‌والو ډزو کړي دي.

د پولیسو په وینا، محسن داوړ زغره وال موټر کې سفر کاوه او خوندي پاتی دی.

په ډزو کې بل چاته هم څه ځاني زیان نه دی رسېدلی.

پولیس وايي، د پیښې راپور يې درج کړی دی او په سیمه کې د لټون عملیات کوي.

تراوسه چا د برید مسوولیت نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د فبروي اتمې د عامو انتخاباتو لپاره سیاسي ګوندونو هلې ځلې پیل کړي، خو په سیمه کې د بدامنۍ پېښې هم ډېرې شوي دي.

له دی وړاندی په ډېره اسماعیل خان کې د جمیعت علماء اسلام په مشر مولانا فضل الرحمان او په باجوړ کې هم په یو انتخاباتي کاندید ډزې شوي دي.