ملګرو ملتونو د روسیې او اوکراین ترمنځ د سمدستي اور‌ کم غوښتنه وکړه

په کییف کې د روسي توغندیو له کبله یوې ودانۍ اور اخیستی دی. دا برید تېره ورځ د جنورۍ په دوهمه شوی دی.

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ولکر تورک د روسیې او اوکراین ترمنځ د سمدستي اور کم غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې پرون په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې ولیکل چې د جګړې له شدت سره په وروستیو کې په لسګونو ملکیان په اوکراین او روسیه کې وژل شوي دي.

دې ادارې دا هم لیکلې چې نړیوال بشري حقونه د ملکیانو پر ضد بریدونه منع کړې دي.

د فرانس پرېس اژانس د راپور له مخې ولکر تورک د تاوتریخوالي د کمولو، د ملکیانو د خوندیتوب او نړیوال بشري قانون ته د درناوي په خاطر د سمدستي ګامونو د اخیستو غوښته وکړه.