د کندهار لپاره د طالبانو د والي په مشرۍ یو پلاوی اسلام‌اباد ته ولاړ

د اسلام اباد یوه څنډه

د طالبانو د کندهار د والي په مشرۍ یو پلاوی نن اسلام اباد ته ولاړ چې له پاکستاني لوري سره د دواړو لوریو ترمنځ پر کړکېچن شویو اړیکو خبرې وکړي.

د ملا شیرین اخند په مشرۍ په دې لس کسیز پلاوي کې د طالبانو د دفاع وزارت، اطلاعات او کلتور وزارت او استخباراتو د برخې مسوولان هم شامل دي.

اسلام اباد افغان طالبان تورنوي چې د تحریک طالبان پاکستان د ډلې غړیو ته یې په خپله خاوره کې پناه ورکړې او دې ډلې په پاکستان کې حملې زیاتې کړي دي.

د پاکستان د شخړو او امنیت د مطالعاتو انسټېټیوټ د دوشنبې په ورځ په خپل کلني راپور کې وویل چې په ۲۰۲۳م کال کې په پاکستان کې ترهګرو ډلو ۶۴۵ حملې وکړې چې دا شمېر بریدونه د وړم کال په پرتله نژدې دوه برابره وو.