سعودي عربستان له برېکس نړیوالې ټولنې سره یو ځای شو

د سعودي عربستان بیرغ

د سعودي عربستان دولتي ټلویزیون ویلي چې دغه هېواد په رسمي ډول له بریکس ډلې سره یوځای شو.

د عربستان د بهرنیو چارو وزارت په تېره اګست میاشت کې ویلي وو، دغه هېواد مخکې تر دې چې د جنورۍ پر لومړۍ نېټه له بریکس ډلې یوځای شي، له دې ډلې سره د یوځای کېدو جزییات څېړي او وړ پرېکړه به وکړي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان، بریکس سازمان یو مهم او ګټور چنل یاد کړی، چې د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا سبب کېږي.

بریکس په نړۍ کې د تازه ټوکېدلو اقتصادي قدرتونو نړیوال سازمان دی، چې هند، چین، برازیل، روسیه او جنوبي افریقا یې غړي دي.