د غزې له خان یونس سیمې د سختو جګړو راپورونه ترلاسه شوي

د غزې له تازه تصویرونو

نن هم د غزې تړانګې له جنوبي ښار خان یونس د سختو جګړو راپورونه ورکړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون اسراییل له نورو سیمو د خپلو زرګونو پوځیانو د وتلو اعلان وکړ.

دا په هغو هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې یو د پام وړ بدلون تر سترګو کېږي، چې له کبله یې د حماس تر ولکې لاندې دغه ساحه ویجاړه شوې ده.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د توندلارې ډلې حماس تر ختمېدو او شا و خوا سلو یرغمل شویو کسانو تر خوشې کېدو پورې د دغو عملیاتو د دوام ژمنه کړې ده.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه د حماس توندلارې ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت نن ویلي د اکتوبر میاشتې له اوومې په روانه جګړه کې ۲۲زره ۱۸۵ کسان وژل شوي او ۵۷زره ۳۵ نور کسان ټپیان شوي دي، هغه شمېرې چې خپلواکو سرچینو تایید کړي نه دي.

په غزه کې دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه، چې لومړی حماس ډلې د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ نور کسان یرغمل کړل.