طالبان: له ایرانه څه باندې ۸۰۰زره افغانان په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي

په هرات کې د افغانستان او ایران ترمنځ د پولې یوه څنډه.

په داسې حال کې چې له ګاونډیو هېوادونو په جبري ډول د بې‌اسناده افغانانو اخراج روان دی، د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېر یوه کال کې یوازې له ایرانه څه باندې ۸۰۰زره افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني پرون دوشنبه ویلي، له کوربه هېوادونو غواړي چې له افغان کډوالو سره سم چلند وکړي.

په وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستانه د افغان کډوالو ډله ییز اخراج روان دی.

له ایرانه هم په وروستیو کې د افغانانو ډله ییز اخراج زیات شوی دی.

د ایران برنا خبري اژانس د خراسان رضوي ولایت د سرحدي قوماندان سردار مجید شجاع په وینا د مرغومي یا جدي پر اتمه راپور ورکړی و چې د ایران پوځیانو په یوه میاشت کې ۶۰زره او ۳۸۰ بې اسناده افغانان نیولي او د دوغارون سرحدي دروازې له لارې افغانستان ته سپارلي دي.