مولانا فضل الرحمان ښايي راتلونکې اوونۍ افغانستان ته سفر وکړي

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمان

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام‌ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ويلي چې ښايي راتلونکې اوونۍ افغانستان ته سفر وکړي.

نوموړي پرون په ډېره اسماعيل خان کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې د هغه د سفر مقصد د افغانستان او پاکستان ترمنځ "د بې باورۍ فضا" ختمول ده.

هغه زیاته کړې: "موږ بايد د يو بل ثبات، اقتصادي ثبات او استقلال مخې ته کېږدو. د افغانستان ثبات د پاکستان ضرورت دی او د پاکستان ثبات د افغانستان ضرورت دی. د همدې مقصد لپاره به زه ځم. او د دواړو هېوادونو ترمينځ چې د بې باورۍ فضا رامنځته کول کېږي، انشاالله دا به ماتوو."

مولانا فضل الرحمان په دې اړه نور تفصيل ورنه کړ، خو تر دې وړاندې د جمعيت علما اسلام‌ف يو مخکښ مفتي کفايت الله د ډسمبر پر ۲۸مه مشال راډيو ته ويلي وو چې مولانا فضل الرحمان په کابل کې د طالبانو د حکومت له چارواکو سره د بې اسناده افغانانو هېواد ته د ستنولو تر څنګ پر امنیتي موضوعاتو غږېږي.

نوموړي زیاته کړې وه چې د جمعيت د مشر د سفر پر مهال د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي او داعش وسلوالو ډلو په اړه هم د خبرو اترو امکان دی.

دا تر هغه وروسته ده چې په اسلام اباد کې په افغان سفارت کې د طالبانو شارژدافېر د ډسمبر پر ۱۶مه مولانا فضل الرحمان ته افغانستان ته د ورتګ بلنه ورکړې وه.