د اسراییل پوځ له غزې تړانګې د خپلو زرګونه سرتېرو ایستل تایید کړي

په غزه کې د اسراییلي ځواکونو د عملیاتو یو انځور

د اسراییل پوځ پرون دوشنبه تایید کړې چې له غزې تړانګې زرګونه سرتېري بېرته باسي.

اسوشېټېډپرېس خبري اژانس ویلي، دا ګام له حماس سخت دریځې ډلې سره چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، د جګړې کمولو ته لاره برابرولی شي.

له غزې د اسراییلي پوځیانو د وتلو یایید پرون داسې مهال اعلان شو چې د اسراییل سترې محکمې د صدر اعظم بنیامین نتنیاهو د قضایي بیاکتنې د طرحې یو مهم جز لغوه کړ.

د نتنیاهو دغه طرحه د جګړې د هڅو په تړاو نه وه، خو په اسراییلو کې د ژورو اختلافاتو د منشا ښکارندویي کوي او د اکټوبر په ۷مه نېټه د حماس سخت دریځې ډلې له بریده مخکې د پوځ چمتوالي په کې ګواښل شوی دی.

د اسراییل صدر اعظم ویلي، تر هغو به د غزې جګړې ته دوام ورکوي چې ټول برمته شوي اسراییلیان خوشې او حماس ډله له منځه ولاړه شي.

خو بل لورته پر اسراییلو د غزې د جګړې د دوام له کبله نړیوال فشارونه په زیاتېدو دي او تراوسه دغې جګړې کې نژدې ۲۲ زره فلسطینیان وژل شوي دي.