په ۲۰۲۴ کال کې افغان ماشومانو لپاره د سولې، خوښۍ او روغتیا هیله ښودل شوې

ارشیف: د افغانستان لوېدیځ کې افغان ماشومان

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق هیله ښودلې چې نوی ۲۰۲۴ کال د افغان ماشومانو لپاره له سولې، خوښيو او روغتیا ډک کال وي.

یونېسف افغانستان څانګې دا خبره په خپله ایکسپاڼه باندې پرون لیکلې ده.

افغان ماشومان په نړۍ کې له زیانګالو ماشومانو ګڼل کېږي.

په تاوتریخوالیو او ناخوالو سربېره لوږه او روغتیايي ستونزې د افغان ماشومانو ژوند ګواښي.

د یونېسف د راپورونو په اساس لږ تر لږه ۹ لکه افغان ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ کړېږي.

پنځه میلیونه افغان ماشومان هم له لوږې سره مخ دي.

په دې وروستیو کې له پاکستانه د لکونو افغانانو جبري ستنېدو د افغان ماشومانو ستونزې لا پسې زیاتې کړي دي.