د افغان کرکټ له مشر روزونکي سره قرارداد وغځول شو

جانتن ټروټ

افغان کرکټ بورډ ویلي دي چې د نوي زیږدیز کال لپاره یې هم د ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه له جانتن ټروټ سره قرارداد وکړ.

یادې ادارې د دې تړون د غځولو لاملونه د ښاغلي ټروټ غوره کارکردګي یاده کړې ده.

کرکټ بورډ د انګلستاني جانتن ټراوټ له قوله لیکلي دي: " ډېر خوښ یم چې د یوه بل کال لپاره د افغان ملي لوبډلې دروزونکي په توګه ټاکل کېږم او هیله من یم چې د ۲۰۲۳م کال لاسته راوړنې وساتي او لايې پسې وغځوي."

د ویلو ده چې نوموړي د تېر زېږدیز کال په جولای میاشت کې له افغانستان کرکټ بورډ سره قرارداد لاسلیک کړ چې له هغه وروسته نوموړي د ملي لوبډلې په یو شمېر مهمو بریاو کې مثبت رول درلود چې غوره یې د ۲۰۲۲م کال اسیام جام، د پاکستان پر وړاندې د ۲۰۲۳م کال د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ، د بنګله دېش پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ او د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام وو.