د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې الروانډر لوبغاړی او پېژندل شوی ستوری محمد نبي نن ۳۹ کلن شو.
د افغانستان کرکټ بورد هغه ته د زوکړې ورځې د مبارکۍ ترڅنګ ویلي چې محمد نبي تراوسه ۲۷۰ نړیوالو سیالیو کې لوبېدلی او دغو لوبو کې یې ۵۰۸۴ منډې کړي، ۲۵۸ ویکټې یې اخیستي او ۱۹۵ توپه یې کېچ کړي دي.
محمد نبي پرون له متحده عربي اماراتو سره د روانې شل اوریزې لوبلړۍ په دوهمه سیالۍ کې هم ۴۷ منډې وکړې، خو پرونۍ لوبه افغانستان بایلوده.
سبا د جنورۍ په دوهمه نېټه د افغانستان او متحده عربي اماراتو لوبډلې خپله درېیمه شل اوریزه لوبه کوي.
د لوبلړۍ لومړنۍ لوبه افغانستان ګټلې وه.