د جاپان شمالي برخه د ریښتر په مقیاس ۷،۶ درجې زلزلې ولړزوله

ارشیف: جاپان کې د څونامي توفان له کبله له دې مخکې هم زیانونه اوښتي دي.

د ریښتر په مقیاس ۷ اعشاریه ۶ درجې زلزلې نن د جاپان د مرکز شمالي برخه ولړزوله.

د جاپان د هواپېژندنې ادارې په ساحلي سیمو ایشيکاوا، نیګاتا او تایوما کې د څونامي او خلکو ته د کورونو د تخلیې خبرداری ورکړی دی.

د زلزلې له کبله د احتمالي مرګ ژوبلې راپور لا نه دی ورکړل شوی، خو رویټرز اژانس لیکلي چې د څه باندې ۳۶ زره کورنیو بریښنا پرې شوې ده.

جاپان د ۲۰۱۱ کال په مارچ کې هم زورورې زلزلې ځپلی و چې هغه مهال نژدې شل زره کسان په کې وژل شوي وو.