اوکراینیانو د نوي میلادي کال په پیل سره د روسیې لهخوا د بریدونو ډېروالي ته چمتوالی نیولی، ځکه دوی یو بل سخت کال مخکې لري.
د اوکراین پر ښارونو د روسیې تازه توغندیزو بریدونو ویجاړۍ او وحشت پېښ کړی او د نوي کال جشنونه یې پیکه کړي دي.
بل لورته مسکو پرون اعلان وکړ چې د روسیې پر بیلګورود ښار د اوکراین په برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۴ ته پورته شو.
کریمیلین ژمنه کړې چې د روسیې په دغې سرحدي سیمه کې د شوي برید غچ به اخلي.
کییف پر بیلګورود ښار د برید په اړه سملاسي تبصره نه ده کړې، خو تل یې ویلي چې روسي پوځیان له همدې ښاره پر اوکراین د هوایي بریدونو لپاره کار اخلي.
ازادي راډیو نه شي کولای چې د دغو راپوورنو تایید د خپلواکو سرچینو له خوا ترلاسه کړي.