د غزې مرکزي برخه کې د اسراییلو حملې؛ چارواکي: ۳۵ کسان وژل شوي

په غزه کې د روانو جګړو یو انځور

په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي پرون یکشنبه د غزې په مرکزي برخه کې د اسراییل په حملو کې لږ تر لږه ۳۵ کسان وژل شوي دي.

په کلابنده شوې غزه کې دا جګړه وروسته له هغې شدیده شوه چې د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د شنبې په ورځ وویل، دغه جګړه به څو میاشتې دوام وکړي، خو د اوربند لپاره نړیوالې غوښتنې په زیاتېدو دي.

د اسراییل پوځ وايي، د دوی ځواکونه د غزې په دوهم لوی ښار خان یونس کې د عملیاتو په حال کې دي او ځايي اوسېدونکو د غزې په مرکزي برخو کې هم د حملو خبر ورکړی دی.

په غزې تړانګه کې دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې لومړی حماس ډلې د اکټوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ نور کسان یرغمل کړل.