د عراق په کرد مېشته سیمه کردستان کې چارواکو پرون یکشنبه ویلي چې دوو بې پیلوټه الوتکو هغه پوځي اډه چې په دې کورواکې سیمه کې امنیتي ځواکونه په کې دېره دي، ویشتلې ده.
د کردستان کورواکې سیمې چارواکو دا د هغو قانون ماتوونکو کار بللی چې بغداد یې ملاتړ کوي.
په اربیل ولایت کې پر پوځي اډه دا حمله د شنبې ناوخته شوې او یوازې مالي زیانونه یې اړولي دي.
د دې حملې مسوولیت چا نه دی منلی.
د فرانسې خبري اژانس د خبر له مخې د دې سیمې پېشمرګه ځواکونه د امریکا د متحدو ایالتونو په رهبرۍ له هغه افراطیت ضد ایتلاف سره ملګري دي چې په عراق کې ګمارل شوی دی.