په جرمني کې چارواکي وایي، د کولن پر کلیسا یې د احتمالي بریدونو د ګواښ په تړاو درې نور مشکوک کسان نیولي دي.
دغه کسان پرون یکشنبه څو ورځې وروسته تر هغه توقیف شول چې یو ۳۰ کلن تاجکي وګړی څو ورځې وړاندې ونیول شو او ادعا وشوه چې نوموړي د نوي میلادي کال په رخصتیو کې د کولن پر لویې کلیسا د برید نیت درلود.
نیول شوي مشکوک کسان او د هغوی د هستوګنې ځایونه دا مهال تر څارنې لاندې دي.
د پرونیو نیول شویو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د جرمني "ډي پي اې" خبري اژانس لیکلي، ټول مشکوک کسان نیول شوي دي.