د فلسطینیانو ازادۍ جبهه: د اسراییلو بمبار کې د دوی یو یرغمل سرتېری وژل شوی او ځینې نور کسان ټپیان دي

غزه کې د اسراییلي ځواکونو د بمبار یوه څنډه

د فلسطینیانو د ازادۍ جبهې پوځي څانګې پرون ویلي چې په غزه کې یو یرغمل شوی اسرائیلی سرتېری د اسرائیل په هوايي حمله کې وژل شوی او ځینې نور یرغمل شوي کسان ټپیان شوي دي.

د دې جبهې ویاند له العربیه ټلویزیون په خپلو خبرو کې ویلي، دغه هوايي حمله وروسته له هغې وشوه، چې د اسرائیل کومانډو ځواکونه د خپل برمته شوي سرتېري په خوشې کولو کې پاتې راغلل.

د فلسطینیانو د ازادۍ جبهې ویاند نور جزییات ورنه کړل چې دغه اسرائیلی سرتېری کله یرغمل شوی او د غزې په کومه برخه کې ساتل کېده.

وروسته له هغې چې توندلارې ډلې حماس د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسرائیل حمله وکړه، د ۱۲۰۰ کسانو د وژلو تر څنګ یې ۲۴۰ کسان یرغمل کړل.

د یوه لنډمهاله اوربند پر مهال چې ۷ ورځې یې دوام وکړ، د لسګونو فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې ځینې یرغمل شوي کسان خوشې شول، خو تر سلو زیات نور لا هم یرغمل دي.