نیمروز کې د بهرنیو اسعارو د چلښت د مخنیوي پرېکړه شوې

تصویر له ارشیفه

په نیمروز ولایت کې په بهرنیو اسعارو د راکړې ورکړې د مخنیوي پرېکړه شوې ده.

د افغانستان محلي رسنیو پرون راپور ورکړی چې په نیمروز کې د طالبانو والي محمد قاسم خالد له سوداګرو او صنعتکارو سره په کتنه کې په بهرنیو اسعارو د معاملاتو د مخنیوي سپارښتنه کړې ده.

هغه ویلي چې د بهرنیو اسعارو پر ځای باید راکړه ورکړه په افغانۍ وشي.

تر دې مخکې راپورونه وو چې په نیمروز ولایت کې زیات معاملات په ایراني تومان کېدل.

په ځینو نورو ولایتونو کې هم په افغانیو د راکړې ورکړې د دودولو لپاره سپارښتنې شوې دي.