د کډوالو عالي کمیشنري: د ډېرو ښځو په ګډون مو پنځو سوو افغانانو ته وړې سوداګرۍ رامنځته کړي

له ارشیفه د یو شمېر افغان ښځینه سوداګرو تصویر

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمشنري (UNHCR) وايي، دوی تېر کال تر ۵۰۰ د زیاتو کوچنیو او منځنۍ کچې تجارتونو په جوړولو کې مرسته کړې ده چې ډېری یې د ښځو له خوا پرمخ بېول کېدل.

د دې ادارې د افغانستان څانګې پرون شنبه په خپله ایکس شبکه (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې کوچني پورونه د دغو تجارتونو خاوندانو ته دا وړتیا ورکوي چې پر بشري مرستو یې تکیه کمه شي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ وروسته سلګونه زره ښځې او نجونې له زده کړو او کار کولو راګرځول شوي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي پرون ویلي، ښځې کولای شي د خپلو وړتیاوو پر بنسټ د اسلامي شريعت له مخې، له اميرالمؤمنين یا جمهور رییس کېدلو پرته، په هر دولتي پوست کې، ان د لومړۍ وزيرې په توګه کار وکړي. طالبانو په څه کم دوه نیم کلنه واکمنۍ کې تر پنځوسو زیات فرمانونه یوازې پر ښځو او نجونو د محدودیتونو لپاره صادر کړي دي.