جنوبي افریقا؛ سېلابونو تر ۲۰ زیات کسان مړه کړي

تصویر له ارشیفه

د جنوبي افریقا چارواکو پرون شنبه ویلي، د کوازولو ناتال ولایت په لادي­سمیت ښارګوټي کې د سختو سېلابونو له کبله تر شلو زیات کسان مړه شوي دي.

د پولیسو یوه ویاند رابرت نیت­شیوندا ویلي، له تېرې جمعې ۲۱ مړي موندل شوي، خو اټکل کېږي چې د مړو شمېر لا زیات شي.

د اسوشېټېډ پریس اژانس د خبر له مخې، چارواکي وايي په دغو سېلابونو کې شا و خوا ۱۴۰۰ کورونه ویجاړ شوي او نامعلوم شمېر کسان تري تم دي.

نیت­شیوندا ویلي، چې د ژغورنې ډلې د نورو مړو د موندلو لپاره خپل عملیات روان ساتلي دي.