ترکیه: ۱۸۹ کسان مو داعش سره د تړاو په تور نیولي

د ترکیې یو شمېر پولیس

د ترکیې چارواکي وايي، له اسلامي دولت ډلې یا داعش سره د ارتباط په شک د نیول شویو کسانو شمېر پرون ۱۸۹ ته ورسېد.

د ترکیې چارواکو تر جمعې پورې د نیول شویو کسانو شمېر ۳۲ یاد کړی و او په دې اړه یې د خپلو عملیاتو د دوام خبر ورکړی و.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا پرون شنبه په خپله ایکس شبکه (پخواني ټویټر) کې په ۳۷ ښارونو کې د دغو لسګونو مشکوکو کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.

ترکیې په وروستیو کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د افراطي غړو خلاف خپل عملیات لا سخت کړي دي.

دغې ډلې په وروستیو کې د ترکیې په خاوره کې دننه د ځینو خونړیو حملو مسوولیت منلی، چې په هغو کې د ۲۰۱۷م کال د جنورۍ میاشتې د لومړۍ نېټې خونړۍ حمله هم شامله وه.

د استانبول پر یوه نایټ کلب په هغه حمله کې ۳۹ کسان وژل شوي وو.