الکوزی: له پاکستان څخه د افغان سوداګرو د کانتینرونو د لېږد هڅه روانه ده

د افغان سوداګریزو توکیو یو شمېر لېږدونکې لارۍ

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، د پاکستان په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د پاتې د راګیرو پاتې شویو سلګونو کانټینرونو لېږد ته اجازې ترلاسه کولو په هڅه بوخت دي.

ویل شوي، شا و خوا درې نیم زره کانټینرونو ته د لېږد اجازه ورکړل شوې او ټول افغانستان ته په رسېدو دي.

د دې خونې یوه مسوول خان جان الکوزي پرون شنبه ازادۍ راډیو ته وویل څه کم ۵۰۰ کانټینرونه لا هم په کراچۍ کې ایسار پاتې دي.

الکوزی زیاتوي:

" درې نیم زره کانټینرونو ته اجازه ورکړل شوه، چې څه یې پر لار دي او اکثر یې افغانستان ته رسېدلي دي. په هغوی کې خوراکي توکي او نور اموال شامل وو. هغه نګټیف لیست چې ۴۵۰ څخه تر ۵۰۰ کانټینرونه په کې شامل دي، اوس هم په کراچۍ کې دي. کوښښ کوو له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړو، چې دغو کانټینرونو ته هم د لېږد اجازه ورکړل شي."

پاکستان د اکټوبر په درېیمه له افغانستان سره د ټرانزیټ په برخه کې په سوداګریز تړون کې بدلونونه راوستل او د افغان سوداګرو پر وارداتي توکو لس سلنه تعرفې سربېره یې د ۲۲۰ قلمه توکو پر لېږد بندیز ولګاوه، هغه څه چې افغان لوري ته د منلو وړ نه وو. له دې کبله سلګونه کانټینرونه په کراچۍ کې ایسار پاتې شول.