ایران دوه افغانان اعدام کړي

تصویر له ارشیفه

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، داسې اطلاعات یې ترلاسه کړي چې دوه افغان وګړي تېره اوونۍ د ایران په یوه زندان کې اعدام شوي دي.

دغه سازمان چې مرکز یې په ناروې کې دی، پرون شنبه (د مرغومي ۹مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې پر دغو دوو افغان وګړو د مرغومي/جدي پر دویمه نېټه د ایران د کرج په مرکزي زندان کې د اعدام حکم تطبیق شوی دی.

د دغو افغانانو بشپړ هویت په ډاګه شوی نه دی او دا هم نه دي ویل شوي، چې دغه کسان د کوم جرم له کبله په اعدام محکوم شوي وو.

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، د ایران په زندانونو کې یوازې په ۲۰۲۲م کال کې ۵۸۲ کسان اعدام شوي وو، خو د ایران داخلي رسنیو یوازې د ۷۱ کسانو د اعدام خبر ورکړی و.