د جنوبي کوریا دفاع وزیر وايي، د شمالي کوریا په عمده اټومي تاسیساتو کې به یو نوی ري اکټور احتمالاً تر راروان دوبي/ اوړي پورې بشپړ فعال شي.
دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ ادارې تېره اوونۍ دا د اندېښنې وړ موضوع بللې وه.
د جنوبي کوریا دفاع وزیر شین ون سیک(Shin Won-sik) یوه کنفرانس ته ویلي، د شمالي کوریا دغه نوی ري اکټور ظاهراً د ازمویل کېدو په پړاو کې دی او احتمال شته چې تر اوړي پورې بشپړ فعالیت ولري.
د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ ادارې مشر رافایل ګروسي تېره اوونۍ په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې د سپکو اوبو دغه ري اکټور فعال دی او کولی شي چې پلوتونیم تولید کړي.
دا عمدتاً هغه کیمیاوي مواد دي چې د اټومي وسلو په جوړولو کې ورڅخه کار اخیستل کېږي.