د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر، ولکر تُرک پرون جمعه په اوکراین کې د روسیې د تازه حملو څپه وغندله.
تُرک له مسکو غوښتنه وکړه چې دغه حملې سم د لاسه کمې کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر، په یوه اعلامیه کې ویلي چې پر اوکراین د روسیې د میزاییلو او بې پېلوټه الوتکو د تنظیم شویو حملو له کبله یې ټکان خوړلی دی.
ولکر ټُرک له روسیې غوښتنه کړې چې دغه پراخې حملې بندې او د جګړې په تړاو د نړیوالو قوانینو ټول نورمونه رعایت کړي.
اوکرایني چارواکو پرون وویل، روسیې د اوکراین پر بېلابېلو سیمو د توغندیو او بې پېلوټه الوتکو پراخ بریدونه کړي دي.
په دغو حملو کې د لږ تر لږه ۱۸ کسانو د وژل کېدو او تر سلو زیاتو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د اوکراین صدراعظم دینیس شمیهال ویلي چې دا ډېر پراخ بریدونه دي او مهم تاسیسات یې په نښه کړي دي.