ایران تېره میاشت ۶۰ زره افغان کډوال ویستي

له ایرانه یو شمېر ایستل شوي افغان کډوال

د ایران ځینو رسنیو افغانستان ته تېره یوه میاشت کې د څه باندې ۶۰زره بې اسناده افغانانو د اخراج او افغان لوري ته د سپارلو خبر ورکړی دی.

د ایران برنا خبري اژانس د خراسان رضوي ولایت د سرحدي قوماندان سردار مجید شجاع په وینا پرون راپور ورکړی چې ویلي یې دي، د ایران پوځیانو په یوه میاشت کې ۶۰زره او ۳۸۰ بې اسناده افغانان نیولي، او د دوغارون سرحدي دروازې له لارې افغانستان ته سپارلي دي.

د ایران چارواکو په وروستیو کې د بې اسناده کډوالو چې ډېره برخه یې افغانان دي، په وړاندې یو لړ اقدامات کړي دي.

د خراسان رضوي ولایت امنیتي چارواکو ویلي، په ایران کې چې هرڅوک اوسېږي باید د استوګنې قانوني اسناد ولري.

په وروستیو کې په لسو پړاوونو کې یوازې نیمروز ته د څه باندې ۶۸۰ بندیانو د اخراج او د طالبانو چارواکو ته د سپارلو خبر ورکړل شوی دی.

له پاکستانه هم د بې اسناده افغانانانو ډله ییز اخراج روان دی.