کرکټ؛ افغانستان اماراتو ته د ۲۰۴ منډو هدف ورکړ

د عکس ښي لور ته رحمن الله ګربز او چپ لور ته ابراهیم ځدراڼ

افغانستان په لومړۍ شل اوریزې سیالۍ کې عربي متحده اماراتو ته د ۲۰۴ منډو هدف ورکړ.

په افغان توپ وهونکو کې رحمن الله ګربز خپله لومړنۍ نړیواله سلیزه ووهله.

دغه راز لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ په ۵۹ منډو وسوځېد.

عظمت الله عمرزی په ۱۹ او محمدنبي په ۴ منډو ناسوځېدلي پاتې شول.

حضرت لله ځاځی بیا په ۱۳ منډو سوځېدلی و.

د اماراتو لپاره په توپ اچونه کې محمدجواد الله، جنید صدیقي او عیان افضل یوه یوه ویکټ وسوځوله.