د نولس کلنو ځوانانو سیالۍ؛ هند افغانستان ته ماتې ورکړه

تر نولس کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې لوبغاړي

د افغانستان د نولس کلنو ځوانانو ملي لوبډلې د درې اړخیزو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د ۶ وېکټو په توپیر د هند له لوري مات شو.

افغاستان د ټولو لوبغاړو سوځېدو پر سر په ۴۹ اورونو کې د ۱۹۹ منډو هدف ټاکلی و.

په افغان توپوهونکو کې سهیل خان ۷۱، حسن عیسی خېل ۵۴ او ناصرخان معروف خېل ۲۵ منډې وکړې.

د هند لپاره سومي پنډې ۶ افغان لوبغاړي وسوځول.

هندۍ لوبډلې ورکړل شوی هدف د ۴ لوبغاړو سوځېدو پر سر په ۳۷م اور کې پوره کړ.

هندۍ لوبډلې ته ادارش سینګ سلیزه ووهله او په ۱۱۲ منډو ناسوځېدلی پاتې شو.

په افغان توپ اچونکو کې الله محمد غضنفر دوه، ناصرحسن او بشیراحمده یوه یوه ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوې چې د دې درې اړخیزې لوبلړۍ په ترڅ کې افغانستان خپله دویمه لوبه د ډسمبر په ۳۱مه نېټه له سویلي افریقا سره ترسره کړي.