کرکټ؛ افغانستان د اماراتو پر وړاندې توپوهنه پیل کړې

افغان لوبغاړی رحمان الله ګربز د لوبې پر مهال

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د عربي متحده اماراتو پر وړاندې په لومړۍ شل اوریزې سیالۍ کې د لوبې پچه بایللې او توپوهنه یې پیل کړې ده.

د افغانستان په ۱۱کسیز نوملړ کې رحمن الله ګربز، حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، عظمت الله عمرزی، محمدنبي، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت، قیس احمد، نوراحمد، نوین الحق او فضل حق فاروقي شامل شوي دي.

یاده سیالي د اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

دواړه لوبډلې به درې شل اوریزې سیالۍ ولوبوي.